حامد کرزي د ارزګان د عالمانو شورا پر رئیس تروریستي برید په کلکه وغانده
کابل باختر دتلې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې له امله یې د ارزګان ولایت د علماوو شورا رئیس مولوی عبدالصمد په شهادت ورسېد.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې په دې اړوند دجمهوري رياست دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
د افغانستان د خلکو او سولې دښمنانو نن له غرمې مخکې د ترینکوټ اړوند د خیرو کارېز کلي ته څېرمه د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړی او د ارزګان د عالمانو د شورا رئیس مولوی عبدالصمد د یوه وسله وال تروریستي برید په ترڅ کې په شهادت ورساوه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ددغه ناځوانمردانه او وحشي عمل د غندلو په ترڅ کې وویل: مولوي صاحب عبدالصمد دیني عالم، خیر غوښتونکی او مصلح شخص ؤ چې د خلکو د سیمه ایزو ستونزو په حل کې یې مهم رول درلود.
حامد کرزي وویل: د مولوي صاحب عبدالصمد په څېر د افغانستان د خدمتګارو او مخورو اشخاصو په شهادت سره به د افغانستان دښمنان د هېواد د ناآرامۍ شومې موخې ته ونه رسېږي، بلکې د افغانستان خلک به د خپل وحدت او یووالي او ترقۍ لپاره لا سره یو موټی او متحد شي.
حامد کرزی د مولوی عبدالصمد کورنۍ او خپلوانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او دوی ته د لوی خدای ج له دربار څخه د جمیل صبر هیله کوي