سیاست

حامد کرزي د آلمان پر قونسولګري تروریستي برید وغانده

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی په مزارشریف کې د دوست هېواد آلمان پر قونسلګري د تېرې شپې تروریستي برید چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندي او دغه عمل د ټولو انساني او نړیوالو اصولو او موازینو خلاف بولي.
دپخواني جمهوررييس دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
حامد کرزي د افغانستان او آلمان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې زیاته یې کړه دغه راز بریدونه به هېڅکله هم د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو ناوړه اغیزه و نکړي.
پخواني جمهور رئيس د افغانستان په بیا رغونه کې د آلمان رول اغیزمن وباله او له افغانانو سره یې د دغه هېواد هر اړخیزې مرستې د قدر وړ او نه هېرېدونکې وبللې.
حامد کرزی د دغې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپيانو ته د سملاسي روغتیا هيله کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته