سیاست

حامد کرزي دبريد جنرال خان آغا اڅکزي دفاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

کابل باختر د وري ديارلسمه :
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردود مرستیال برید جنرال خان آغا اڅکزي د فاتحې په مراسمو کې چې د کابل په عیدګاه جامع جومات کې پر ځاى شول ګډون وکړ.
دپخواني جمهور رييس دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
حامد کرزي د شهید برید جنرال خان آغا اڅکزي کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت او خواشینۍ مراتب وړاندې کړل او د لوی خدای (ج) له درباره یې ارواښاد ته دفردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته یې د جمیل صبرهيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته