حامد کرزي دافغانستان له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړى.

کابل باختر د وږې دمياشتې دويمه:
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي د هيواد له خلکو څخه وغوښتل چې دجمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو په نسبت مسوولانه چلند وکړي او د رايې ورکولو د کارت په اخستلو سره په دغه سترملي بهير کې ګډون وکړى .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
حامد کرزي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبر کولې دافغانستان له خلکو او په تيره بياه له هغو کسانو څخه چې داتلس کلنۍ عمريې بشپړ کړى دى ، وغوښتل چې د انتخاباتو دکميسيون اړوندو دفترونو ته لاړشي نومونه وليکي ، درايي ورکولو کارتونه ترلاسه او د انتخاباتو په بهير کې ونډه واخلي.
ده دهيواد اتباعو ته د رايې ورکولو دکارت لرل يو ضروري کار وباله چې په انتخاباتو کې دهغو دګډون زمينه برابر دي او دغه راز د رايي ورکولو دکارت په اخستلو سره به وکولاى شي په دغه ملي بهير کې په ښه ډول ګډون وکړي.
حامد کرزي ټينګار وکړ هيله لري چې له فکر او مفکورې په پام کې نيولو پرته دهيواد ټول اتباع په دغه بهير کې ونډه واخلي که طالب دى او يا دا چې دمخالفينو په بل کتار کې دي ، رادې شي او د رايي ورکولو کارت واخلي او دپرويو د ټوپک داخستلو پرځاى د رايي ورکولو د کارت په اخستلو سره ځان د خپل هيواد په سياسي برخليک کې شامل کړي .