حامد کرزي او نواز شریف د ترورېزم پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه خبرې وکړې

کابل باختر دلړم ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د نواز څانګې له  مشر ښاغلي نواز شریف سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې، په دواړو هېوادونو کې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د ګډې مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ
په دې ټیلیفوني خبرو کې چې نن ماښام د لوی اختر د مبارکۍ په خاطر تر سره شوې، د هېواد جمهور رئیس په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره د دواړو هېوادونو په نږدې او جدي همکاریو ټینګار وکړ.
په مقابل کې ښاغلي نواز شریف د لوی اختر د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې وویل چې موږ غواړو د پاکستان او افغانستان تر منځ  د اړیکو همغږي رامنځ ته شي.
ښاغلي شریف ډاډ څرګند کړ چې هېواد یې په افغانستان او پاکستان کې د سولې او امن د ټینګښت او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هر ډول همکاریو ته تیار دی.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته