کابل باختر دوري ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن نن غرمه د تاجکستان په پایتخت دوشنبه کې وکتل.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې په اړوند د بېلابېلو موضوع ګانو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر تمویلو خبرې اترې وکړې.
دغه راز دواړو لورو د امریکا د هغې ژمنې پر څرنګوالي چې له مخې به یې د ناټو هېوادونه له ۲۰۱۴ کال وروسته په هر کال کې ۴،۱ میلیارډ ډالره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمويلولو لپاره افغانستان ته ورکول کېږي، خبرې وشوې او په دې برخه کې د نورو هېوادونو د مرستو د راجلبولو په اړه نظرونه شریک شول.
په غونډه کې ټینګار وشو چې په شیکاګو کې د ناټو له کنفرانس څخه مخکې باید د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره د یادې شوې ژمنې په اړه د نورو هېوادونو د مرستو او همکاریو مسأله بشپړه شي.