سیاست

حامد کرزى له هغو محصلانو سره چې د لوړو زده کړو په مقصد روسيې ته ځي وکتل.

کابل باختر د تلي  نولسمه :افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزی د نن له هغو محصلینو سره وکتل چې د حامد کرزي بنسټ ته د روسیې فدراسیون د ورکړل شویو سکالرشیپونو له لارې به د لوړو زده کړو په موخه دغه هېواد ته ولاړ شي.

دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
حامد کرزی په دې کتنه کې د روسیې له دغې ارزښتناکې مرستې څخه خوښي او مننه څرګنده کړه وې ویل:
دغه شیبه موږ او تاسو ټولو ته د امید او نيکمرغي شیبه ده او له دغې شیبې څخه باید په ډېره ښه توګه ګټه واخلو.
حامد کرزي وویل روسیه یو ستر او د لوی فرهنګ خاوند هېواد دی او تاسو کله چې هلته ځې د دې ترڅنګ چې باید خپل افغاني فرهنګ، رسوم او عنعنات نړیوالو ته ور وپېژنی، د هغوی قوانینو، فرهنګ او ارزښتونو ته هم په کلکه درناوی او پام وکړی.
پخواني جمهور رئیس وویل تاسو باید د انسانیت یوه ښه بېلګه واوسی او له موجودو امکاناتو څخه اعظمي ګټه واخلي  چې هېواد ته د خدمت جوګه شی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته