حامدکرزی د ملګرو ملتونو د سازمان په اوه شپیتمه غونډه کې د ګډون په موخه، نیویارک ته روان شو.

کابل-باخترآژانس د تلې٢ نيټه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د یوه لوړ پوړي دولتي هيئت په مشرۍ د ملګرو ملتونو د سازمان په اوه شپیتمه غونډه کې د ګډون په موخه نن له غرمې مخکې، نیویارک ته روان شو.
باخترآژانس ته دجمهوري رياست د مطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې:
د هېواد جمهوررئیس به د سې شنبې د ورځې له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو د سازمان په اوه شپیتمه غونډه کې وینا وکړي  او د افغانستان نظر به څرګند کړي.
په پام کې ده چې حامدکرزی به د دغه سفر په بهير کې د چهارشنبې په ورځ په یوه درې اړخیزه غونډه کې د بریتانیا او پاکستان له مشرانو سره وګوري. په دې غونډه کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو د دوام او د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې په اړه خبرې وکړي.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دې سفرکې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست مرستیاله میرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته