حامدکرزی: د افغانستان له ملت پرته بل هیڅ قوت د امریکا حضور په هېوادکې نه شي تضمین کولای
کابل باختر د وري ديرشمه
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس او غړو له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې انتحار د قرآني نصوصو او د مستندو نبوي احادیثو په اساس حرام وباله، وې ویل هغه کسان چې خپل ځان د ظلم او تیري لپاره وژني، لوی خدای به یې ډیر ژر د دوزخ په اورکې واچوي.
دوی همدا راز په جهاد کې هم ځان وژونکی د دوزخ مستحق وباله او د ځان وژنې مشوقین هم وغندل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، د دغې شورا مصوبه د مولوي غلام رباني له خوا ولوستل شوه چې په هغې کې ويل شوي وي:
– د عالمانو شورا، د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو ړنګول او سوزول یو ناوړه عمل بولي او دا د افغانستان د دښمنانو کار ګڼي چې غواړي د الهي عبادت او د علم د زده کړې دروازې پر هر مسلمان، نارینه او ښځې وتړي چې په نتیجه کې زموږ ملت د جهل، ناکامۍ او برده ګۍ په لوري سوق کړي.
– د عالمانو شورا، جګړه د حل لار نه ګڼي، او په جګړه کې له ټولو ښکیلو اړخونو څخه غواړي چې د خبرو له لارې دې په هېوادکې روان مصیبتونو پای ته ورسوي ځکه چې د سولې ټینګښت د لوی خدای امر دی او جګړه د مسلمانانو ترمنځ حرامه ده.
ـ د عالمانو شورا، هغه بریدونه چې په دې وروستیوکې د ډیورند له کرښې ا خوا څخه د کونړ ولایت د ناړې په ولسوالۍ ترسره شول او له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول او همدا راز د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان په خاورى تیری په کلکه غندي، او د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د هېواد د خپلواکۍ، ملي واکمنى او د ځمکې بشپړتیا دې په کلکه ساتنه وکړي.
ـ د عالمانو شورا، د ۲۰۱۴ میلادي کال په اړه په رسنیوکې د کارپوهانو ترنامه لاندې د یوشمېر مغرضو کسانو څرګندونې چې د افغانستان د خلکو د اندیښنو سبب کیږي، په کلکه غندي او هغه د هېواد د ملي ګټو پرخلاف بولي او پردیو ته یې له خوش خدمتۍ پرته بل څه نه ګڼي. شورا له خپلو هېوادوالو څخه غواړي چې د دغو رواني تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي، بلکې په خپلو کې د ملي یووالي له لارې د دښمنانو پر وړاندې ويښ اوهوښيار و اوسي.
د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د مصوبې له اورېدو وروسته، هغه یوه جامع مصوبه وبلله او د افغانستان روان حالت ته د عالمانو د پاملرنې له امله یې مننه وکړه.
حامد کرزي د هېواد ځینو ملي مسلو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، افغانستان په دې وروستیوکې د امنیتي موافقه لیک د طرحې له کتنې وروسته چې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري را لېږل شوې وه، د هېواد د ملي ګټو او د افغانستان د خلکو د خیر ښیګڼې په پام کې نیولو سره خپل پیشنهادونه او نظريې د امریکا لوري ته وړاندې کړي دي.د هېواد جمهوررئیس وویل" ما په خپله دغه طرحه په ډیر دقت سره ولوستله او موږ غواړو چې د افغانستان ګټې په دقت سره د دغه تړون په متن کې په پام کې ونیول شي."
حامدکرزي وویل: که امریکا او یا هم د ناټو نور غړي هېوادونه غواړي چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې پاتې شی، باید په افغانستان کې سوله راولي.
جمهور رئیس زیاته کړه: د افغانستان د خلکو د جهاد له بریالیتوب وروسته موږ د جهاد له مخې خپلو ګاونډیانو او لویدیځو هېوادونو ته ډیر خوشبین و، خو له بده مرغه افغانستان برباد شو، د هغه د جهاد ثمره نړۍ یوړله، ټولې مرغۍ او مصیبتونه د افغانستان ملت ته ور په غاړه شول.
حامدکرزي وویل: اوس موږ امریکا او لویدیځو هېوادونو ته وایو چې د افغانستان له ملت پرته هیڅ بل قوت په افغانستان کې ستاسو موجودیت نه شي تضمین کولای، د افغانستان له ملت پرته د افغانستان هیڅ ګاوندی دلته ستاسو اډې نه شي په امن کولای.
جمهوررئیس زیاته کړه: که چیرې امریکا په افغانستان کې اډې غواړي نو د افغانستان ګټې باید په پام کې ونیسي او په افغانستان کې سوله او امن ټینګ کړي. ده وویل چې پاکستان او یا هم کوم بل هېواد دلته د امریکا د شتون اوپايښت ضمانت نه شي کولای.
حامدکرزي له طالبانو سره د سولې خبرو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د طالبانو له خوا اعلام وشو چې دوی د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې نه کوي، بلکې غواړي چې له ډلو سره خبرې وکړي. اوس موږ په یقین سره په دې پوهیږو چې دغه اعلانونه د بهرنیانو له خوا شوي و، نه د طالبانو له خوا.ځکه چې دوی د ډلو او ډل بازیو له لارې غوښتل یو ځل بیا په افغانستان کې یوه معامله پیل کړي ترڅو د افغانستان دولت او نظام ټینګښت و نه مومي او دوی وکولای شي هغه استعمال کړي.
حامدکرزي وویل: افغاني طالبان موږ ته احوال راکوي چې موږ هیڅکله دا نه دي ویلي چې موږ د افغانستان د سولې له عالي شورا سره خبرې نه کوو. برعکس دغه طالبان موږ ته وایي چې ژر شئ خلاص موکړیء ځکه موږ ته وایي چې جګړې ته لاړ شیء او خلک و وژنیء، نو که موږ د هغوی دا ډول اوامر ونه منو، دلته موږ او زموږ کورنۍ شکنجه او بندي کوي.
جمهوررئیس یو ځل بیا پر افغان طالبانو غږ وکړ چې راشیء خپلې خاورې ته او خپل ځانونه آزاد کړیء. ده وویل لکه موږ چې دلته آزاد یو، زموږ اړتیا له طالبانو څخه څو برابره زیاته ده، زموږ په پرتله بهرته د دوی اړتیا لږ ده. موږ د یو ملت په توګه له نړۍ سره په راکړه ورکړه کې یو. موږ آزاد او خپلواک یو او له نړۍ سره د افغانستان د ملت په توګه او د دې خاورې د خاوند په توګه چلند کوو.
حامدکرزي طالب ته په خطاب کې وویل چې ته هم د همدې خاورې یې نو غیرت وکړه د باندې را ووځه او له خپل ملت سره و دریږه.