کابل باختر دثوردمياشتې ٢٦ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د پښتو ژبې او ادب د ستر شاعر عبدالغنی خان
د زیږیدنې د سلمې کالیزې د لمانځنې علمي سیمینار چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا جوړشوى و، پرانست.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهوررئیس په دې سیمینارکې چې نن له غرمې مخکې د ملي راډیو ټلویزیون په تلارکې جوړ شوی و، د پښتوژبې د نوښتګر شاعر عبدالغني خان شاعرۍ او د آزادۍ غوښتنې لوړې روحیې ته د اشارې په ترڅ کې وویل:" غني خان چې په کوم ماحول کې را لوی شوی دی د هغه په شاعرۍ یې ژور اغیز کړی دی. "
جمهوررئیس کرزي وویل چې:" د غني خان فلسفي او نازک خیاله شاعري د یو ډیر خاص ماحول محصول دی چې له ده څخه یې د لوړو خیالونوشاعر جوړ کړی دی. په شعرکې د ده نازک خیالي، عواطف، سیاسي افکار، له ښکلا او ژوند سره مینه، ټول د دغه خاص او مغلق ماحول زیږنده ده. په دغه ماحول کې هغه ټول عوامل موجود وو چې یو انسان په ډیره ښه او کامله توګه پکې روزل کیدلای شي. نو غني خان هم ښه شاعر، انځورګر، لیکوال او جذباتي شو. "
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه:" انسان پالنه، د تعلیم وده، د افراط او تفریط له منځه تلل او د یوې بسیا ټولنې رامنځته کېدل د غني خان آرزوګانې وې چې په دې لاره کې یې زندانونه هم تېرکړل. "
د هېواد جمهوررئیس وویل:" غني خان د پښتو شاعرۍ ستر او ځلانده ستوری دی، حق یې پر دې ژبې او پر دې سیمې ډیر دي خو دا حق لکه څنګه چې باید ادا شوی وای، نه دی ادا شوی . د ده پیژندګلوي چې باید په عامه او پراخه توګه شوې وای، تراوسه نه ده شوې. دا زموږ دنده ده چې دې پیژندګلوۍ ته هم ځان او هم نوموړی و رسوو. نه یوازې داچې افغانستان، پاکستان او دې سیمه ، بلکې نړۍ ته غني خان ور وپیژنو. "
جمهوررئیس حامدکرزي په دغه سیمینارکې د غني خان څو شعرونه هم ولوستل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي ددغه علمي سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنه ستړې کيدونکو هلو ځلو له امله قدرداني وکړه.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دښه راغلاست دخبرو په ترڅ کې په پښتو
شعر او ادب کې دغني خان د رول په باره کې وويل :
ادبي څيړونکې عبدالغني خان داسې نوښتګر هنرمند بولي چې هم شاعر و ، هم ليکوال او
پياوړى انځورګر. هغه چې دډير څپانده او ځواکمن استعداد خاوند و نوله همدې امله يې
په دغو هنرونو کې بې سارى ښکلى او په زړه پورې ادبي – هنري آثار تخليق کړي دي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرزياته کړه ، په پښتو ادبياتو کې دغني خان پر ارزښت او اهميت
موږ دواټونو دنومولو په کميسيون کې پريکړه وکړه چې دکابل ښاريو واټ دغني خان
په نامه ونوموو .
په دې علمي سیمینارکې دکابينې اودملي شوراځينوغړو، افضل خان لالا او د غني خان لمسي مشعل خان، رحمت شاه سایل، افراسیاب خټک، شمیم مشاهد، ځلاند مومند، د علومو اکاډمۍ غړو، لیکوالو، شاعرانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو ګدون کړی و چې په خپل وار یې د غني خان د شاعرۍ او د هغه د سیاسي او فرهنګي شخصیت په اړه ویناوې وکړې.
ديوبل خبرله مخې :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين دسيمينار له يوشمير برخه والو سره
دورزشي لوبغالي ته څيرمه دغني خان د واټ له لوحې څخه پرده پورته کړه.
ديوبل خبرله مخې :
دغني خان د ادبي شخصيت دعلمي څيړنيز سيمينار ددويمې برخې کار نن له غرمې وروسته دوام وموند .
په دې برخه کې بريالي باجوړي دغني خان دژوند ليک په نامه مقاله ، دپيښور پوهنتون رئيس فضل الرحيم دپِښتو ژبې په ادبياتو کې دعبدالغني خان دعلمي مقام په باب علمي مقاله او دغه راز دسيمه ييزو مطالعاتو دمرکز رئيس عبدالغفور ليوال دغني خان دبې سانسوره ذهنه تر عنوان لاندې مقاله ولوستله چې دبرخه والو له خوا پرې خبرې وشوې او دپروګرام
دريمه برخه يوه آزاد بحث ته اختصاص شوه .
دعبدالغني خان دشخصيت په باب ددغه علمي څيړنيز کار سبا هم دسهار په نهو بجو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو دنړيوال مرکز په تالارکې دوام کوي .
8 3 دقیقې لوستل