حامدکرزي په هرات کې ماين ايښودنه په کلکه وغانده

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٩ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په هرات ولايت کې  ماين ايښودونه چې زموږ د يوشمېر بيګناه هيوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوه؛ په کلکه وغانده.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
د کورينو چارو وزارت د معلوماتوله مخې: پرون سهار يو مازدا ډوله بار وړونکى  موټر د شينډنډولسوالۍ د علي آباد د سيمې په تګلورى کې په يو ماين چې نوى  د تروريستانو له خوا ځاى پرځاى شوى و؛ د چاودنې له امله يې د يو ماشوم په ګډون اووه تنه  ملکي وګړي شهيدان اوڅلور تنه نور ټپيان شول.
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ددغه تروريستي عمل  دسختې غندنې په ترڅ کې هغه يې د دين د دښمنانو او د پرديو د مزدورانو له خوا د مسلمان وژنې دوام وباله.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د شهيدانوکورنيو ته دخپلې ژورې  خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرگندوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه  هغوى ته  د صبر او زغم او ټپيانوته  د سملاسي روغتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته