حامدکرزي په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له خوا دملکي وګړو د وژنې عاملين په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل .
کابلباختر دثور٩
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي د ننګر هار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له خوا دملکي و ګړو وژل کيدل په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رئيس د ويندوى ددفتر له لارې باخترا ژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي دننګر هاردوالي ددفتر دمعلوماتو له مخې، پرون دننګر هار ولايت دچپرهار و لسوالۍ په ماڼوګي او ګلدره سيمو کې په ا مريکايي ځوا کو نو بريد وشو چې ددوى د ځوابيه ډزو له ا مله د ماشو ما نو په ګډون څلورتنه ملکي و ګړي شهيدان او يو تن بل ټپي شو.
جمهور رئيس چې همدا اوس د فنلند په رسمي سفر بوخت دى د ملکي وګړو دوژل کيدو دغندلو په ترڅ کې وويل، هغه عمليات چې له ا مله يې ملکي وګړو ته زيان ورسيږي هيڅ راز توجه نه لري اود منلو وړ نه دى.
حامد کرزي سيمه ييزو مسولينوته لارښوونه وکړه چې ددغې پيښې دجزئياتو دڅرنګوالي په باب څيړنې وکړي او خپل رپوټ دې د جمهوري رياست مقام ته وړاندې کړي .
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس د خپلې ژورې ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دشهيدا نو کورنيو ته څرګندوي اودلوى خداى (ج) له در بار څخه هغوى ته د جميل صبر او يو تن ټپي ته دسملاسي رو غتيا او سملاتيا هيله کوي