حامدکرزي په زابل ولايت کې ماين ښخول په کلکه وغندل .

 

کابل_  باختر دوري شپږ ويشتمه :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په زابل ولايت کې  دماين ښخول چې زموږ ديو شمير هيوادوالودشهادت او ټپي کيدوسبب شول په کلکه وغندل .

  په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست  دويندوى ددفتر له لارې  باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي  دکورنيو چارووزارت  دمعلوماتو له مخې ، نن سهار  يو تراکتور چې يوه کورنۍ يې  دزابل ولايت  د سيوري ولسوالۍ په مالي زي  سيمه کې  ليږدوله   په هغه ماين  چې دتروريستانو له خوا ښخ کړي شوي و ،  وخوت  چې له امله يې اووه تنه شهيدان او څلور تنه نور تپيان شول .

  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي په کلکه ددغه تروريستي عمل په غندلو سره دبې ګناه خلکودتګ راتګ په لاره کې  دماين ښخول دپرديو مزدورانو  کار او داسلام دمقدس دين او دافغاني فرهنګ پرخلاف  عمل وباله .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ  مراتب  دشهيدانو  وارثانو ته  څرګندوي  او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هغوى ته  دجميل صبر او ټپيانو ته  دبيا روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته