فرهنګ

حامدکرزي : په تيرو ديارلسو کلونوکې درسنيو پراختيا زموږ دخلکو ستر ارزښتونه دي .

کابل باختر د ثور دولسمه :
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي وويل په ټولنه کې دمطبوعاتو او رسنيو رسالت هغه وخت مانا پيداکوي چې ازادۍ يې په قوانينو کې تسجليې شوې وي .
دباختر اژانس دخبر له مخې،  جمهور رييس په هغې نوبتي راډيويي ويناکې چې دپنجشنبې په شپه دملي راډيو له لارې  خپره شوه وويل په ټولنه کې دولسواکۍ  تحقق او پراخ بنسټه کول ، دمدني بنسټونو  پياوړتيا او ملاتړ ، دهيواد دلوړو ګټو دفاع او په سالمه توګه خبر رسول دمطبوعاتو او په هره ټولنه کې دډول ډول رسالتمندو رسنيو اساسي اوبنسټيز هدفونه  بلل کيږي .
حامدکرزي  څرګنده کړه چې دمطبوعاتو او رسنيو سالت هغه  وخت په ټولنه کې مانا پيداکوي چې ازادۍ يې په قوانينو کې تسجلي شوي وي
قانوني تضمينونه  دپياوړي بنسټ په توګه درسنيو چلوونکي په دې بريالي کوي چې دټولنې دنورو بنسټونو په شان دخلکو دسوکالۍ لپاره ارزښتناک کاروکړي او داوسنيو ناخوالو په وړاندې مبارزې ته ور ودانګي .
  جمهور رييس  په دې راډيويي وينا کې په تيرو ديارلسو کلونوکې زموږ په هيوادکې درسنيو او دمطبوعاتو بي سارې پرمختګ او پراختيا  زموږ دخلکو يو ستر برياليتوب وباله او دافغانستان دمطبوعاتو او رسنيو ازادۍ  يې دسيمې  په کچه بي سارې وبلله او دټولنې په بيلابيلو اړخونوکې يې په افغانستان کې ددموکراتيکو ارزښتونو دپياوړتيا لپاره درسنيو اومطبوعاتو رول ارزښتناک وباله .   حامدکرزي وويل چې رسنيو اومطبوعاتو په افغانستان کې په ازادنه ډول کار وکړ او دهرې ورځې  په تيريدو سره يې نوي برياليتوبونه ترلاسه کړل
جمهور رييس په دې راډيويي وينا کې يادونه وکړه چې موږ په دې موده کې له ټولو ستونزو او ناخوالو سره سره دبيان دازادي او دمطبوعاتو دازادي دساتنې او پراختيا لپاره زياتې هلې ځلې وکړي او پرې مونه ښودل چې زموږ دمطبوعاتو او رسنيو نوي ازادي ته زيان ورسيږي .
  حامدکرزي  درسنيو له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې دخپلو ازاديو د ساتنې لپاره دې دقانون ، او داسلامي او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې په هوښياري سره کار وکړي دهيواد دملي ګټودفاع وکړي او دملي يو والي دساتنې او په هيواد کې دسولې او ثبات دلازيات ټينګښت  او پراختيا لپاره په هدفمند ډول هڅه  او هاند وکړي اودخلکو دشخصي اوکورني حريم  او فردي ازاديو بشپړ درناوي وکړي .
جمهور رييس دهيواد درسنيو غړو ته په خطاب کې وويل  تاسو په تيرو ديارلسو کلونوکې دخطرونو او کړاونو په ګاللو سره او په ډيرو سختو شرايطو کې دخلکو دپوهې دکچې دلوړولو او دخبر رسولو  او تر فشار او ظلم لاندې کورنيو دغړو دغږ داوچتولو  لپاره نه ستړې کيدونکي هلې ځلې وکړې ستاسو دغه هلې ځلې دبيا رغاونې لپاره دټولو دقدر او درناوي وړ دي او په هيواد کې درسانه يي کار په وده کې ارزښتناک دى.
حامدکرزي زياته کړه دهمدغو کلونوپه بهير کې درسنيو په يو شمير کراکوونکو تاوتريخوالي وشو اويوشمير خبريالان او درسنيو کارکوونکي دخپلې دندې دترسره کولوپه  بهير کې  شهيدان شول او يا زيانمن شول او دافغانستان خلک درسنيو  دکورنيو دټولو غړو درناوي کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته