حامدکرزي په ترکيه کې ددغه هيواد داتباعو د وژل کيدو له ا مله ددغه هيواد جمهور رئيس ته ډاډ ګيرنه څرګنده کړه .
کابلباختر ثوردرويشتمه
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي نن دترکيې د جمهور رئيس عبدالله ګل سره د تيلفوني اړيکې په ترڅ کې په ريحانلي ښار کې له چاوديدونکو توکو بار ددوو موټرونو دچاودنې له ا مله د ترکيې ديو شمير اتباعو دمرګ ژو بلې له ا مله ده اود ترکيې ملت ته د خپلې ژورې خواشينۍ اوډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړل ، په دې تيلفوني اړيکه کې د هيواد جمهور رئيس يوځل بيا دغه بم ايښودنه يې په کلکه و غندل.
حامد کرزي په دې ترڅ کې چې ترکيه يې د افغانستان دخلکو ښه او لرغاونې دوست وباله ټينګاريې وکړ چې افغانان د تروريزم له ا مله درد ښه درک کوى ځکه کلونه کيږي چې ددغې پديدې قرباني دي .
جمهور رئيس عبد الله ګل ته ډاډ ورکړ او وي ويل چې افغانستان د ترکيې د خلکو ترڅنګ ولاړ دى او له هغوى سره هر راز همکاري ته چمتو دى.
حامد کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان خلک له خپل ترکي خويندو او وروڼو سره بشپړ پيوستون لري اوځان د هغوى په غم کې شريک بو لى .
په مقا بل کې د ترکيې جمهور رئيس عبد الله ګل دحامد کرزي د تيلفوني اړيکې له ا مله د مننې په ترڅ کې ددواړو هيوادونو ترمنځ په دوستۍ او ورورولۍ باندې ټينګار و کړ .