حامدکرزي : هغه کسان چې داختر په ورځو کې دمسلمانانو خوښي اخلي داسلام دښمنان دي .

 

کابل  باختردلړم دمياشتې ٥ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي  دميمنې په ښار کې  ځانمرګي بريد چې له امله يې زموږ شپږ ديرش تنه هيوادوال شهيدان شول سخت وغانده او عاملين يې  داسلام اوبشريت دښمنان وبلل.

باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دخبرله مخې :

دملي امنيت دلوي ر ياست  دلومړنيو معلوماتوله مخې يو ځانمرګي بريدکوونکې نن سهار دخلکو ترمنځ  چې دفارياب ولايت دميمنې ښار  دعيدګاه په جومات کې دنيکمرغه لوي اختر دلمانځه له ادا کولو وروسته داختر دمبارکي په حال کې و ، وچاوه  چې له امله يې  زموږ ٣٦ تنه هيوادوال شهيدان شول   اوڅه ناڅه ديرش تنه نور ټپيان شول.

داپه داسې حال کې ده  چې پرون  دسعودي عربستان مفتي اعظم شيخ عبدالعزيز بن عبدالله دعرفي دلمانځه په خطبه کې  فتوا ورکړه چې ځانمرګي بريدونه حرام دي ا وهغه کسان چې په دې کار لاس پوري کوي دوزخ ته ځي .

 ده له اسلامي امت څخه وغوښتل چې دسولې او ورور ولي  درواجولو په لاره کې  داسلام دمبين دين دلارښوونو پيروي وکړي.

دسعودي عربستان مفتي اعظم څرگنده کړه چې اسلام موږ ته دصبر او استقامت لوست راکوي  او موږ ته په ټولنه کې  له هر راز تاوتريخوالې څخه دلري والې په خاطر امر کوي .

ده وويل  چې داسلام او تروريزم  ترمنځ هيڅ راز اړيکه نشته اودمسلمانانو ستر مسووليت دا دي  چې  چا ته دهغه دقبيلوي ، عقيدتي  اوديني اړيکو په خاطر زيان ونه رسوي .

 دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  ددغه وحشيانه بريد دسختي غندنې په ترڅ کې وويل  په داسې حال کې  چې دسعودي عربستان مفتي اعظم  شيخ عبدالعزيزبن عبدالله پرون  ترورستي بريدونه حرام وبلل  ، دبشريت دښمنان چې داسلام د دين په باب هيڅ  معلومات نه لري مسلمانان آن  داختر په ورځو کې هم په وينو اوخاورو ليت پيت کوي.

جمهوررييس وويل  هغه کسان چې  داختر په ورځو کې دمسلمانانو خوښي اخلي   داسلام دښمنان دي  او نه شي  کېداى په هغوى دانسان اودمسلمان نوم کېښودل شي .

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په  ژورې  خواشيني سره دخپلې خواشيني اوډاډګيرنې مراتب دشهيدانو کورنيو ته څرگندوي  اودلوى خداى ج له دربار څخه  هغوى ته دجميل صبر  اوټپيانو ته دبشپړي سلامتيا هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته