سیاست

حامدکرزي : موږ کولاى شو په انتخاباتو کې په ګډون او دخپلې رايې په استعمالولو سره دخپلې خوښې کانديدجمهوري رياست ، ولايتي شورا او ملي شورا ته و رسوو

کابل باختر د تلي دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي په خپلې نوبتي راډيويي وينا کې دهيواد خلک يې په انتخاباتو کې دګډون  اودخپلې رايې استعمالولو ته وهڅول.
دباختر آژانس د خبرله مخې :
دافغانستان داسلامي جمهوريت   جمهوررييس  په دې وينا کې  ټينګار وکړ  چې  دراتلوونکي کال دجمهوري رياست اودولايتي شوراګانو په انتخاباتو کې دګډون لپاره دنوم ليکنې اودکارتونو داخستلو بهير له څو مياشتو راپه دې خوا دهيواد په  ګوټ ګوټ کې دنوم ليکنې په مرکزونو کې  دوام لري او همدا اوس دنوم ليکنې ګرځنده پړاو په کليو کې دوام لري او ترشپږو اوونيو پورې به دوام وکړي.
دهيواد جمهوررييس زياته کړه  چې په انتخاباتو کې ګډون  او درايې استعمالول زموږ دهر هيوادوال ملي وجيبه ده  او موږ هغه وخت  دغه ملي پور ادا کولاى شو  چې په انتخاباتو کې  ونډه واخلو  او درايې ورکولو کارت مو اخستي وي .
موږ هريو کولاى شو دنوم ليکنې په مرکزونو کې خپل نومونه وليکو اودرايې ورکولو کار ترلاسه کړو .
دهيواد جمهوررييس  حامدکرزي په خپلې راډيويي وينا کې وويل چې رايه قوت دى  او موږ کولاى شو په انتخاباتو کې  په ګډون اودرايې په استعمالولو سره  دخپلې  خوښې کانديد جمهوري رياست ، ولايتي شورا اودملي شورا  وکالت ته ورسوو .
دغه راز  دکليو اوبانډو خلکو ته دزياتو آسانتياو دبرابرولو په مقصد  موږ دتلې دمياشتې له شپږمي نيټې څخه  تر شپږو اوونيو پورې دنوم ليکنې اودرايې ورکولو دکارتونو دويشلو موظفين  د ټول هيواد  کليو اوبانډو ته ځي او هغو هيوادوالو چې نومونه يې   نه دي ليکلي  خپل نومونه وليکي  او ورته د رايې ورکولو کارتونه  ورکول کيږي .
دهيواد  جمهوررييس دهيواد  دکليو اوبانډو له سپين ږيرو ، ديني عالمانو  او قومي مخورو څخه  وغوښتل چې  دخپلو کليو خلک دې  نوم ليکنې او درايو ورکولو  دکارتونو اخستلو ته وهڅوي او دغه راز دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون له موظفينو سره  دهغوي دچارو په اجراکولو کې مرسته وکړي چې زموږ ګران هيواد  دانتخاباتو له لارې  په دغه هيواد کې دثبات او ترقۍ او ديوي پياوړي حکومت په لور بل ګام اخستى  وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته