کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د بریتانیې، جاپان، سویدن او فنلند له سفیرانو او د یونما له رئیس سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دپخوانى جمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې د افغانستان د سولې پروسې په باب مفصلې خبرې وشوې او نوموړو له حامد کرزي څخه وغوښتل چې د ښځو ونډې ته په کتو سره دې د بیجینګ د راتلونکې بین الافغاني غونډې د ګډون کوونکو په لست کې د دوی شمېر زیات کړای شي.
پخواني جمهور رئیس د دوی دغه غوښتنه پر ځای وبلله او زیاته یې کړه چې دی د افغانستان د سولې پروسې او نورو چارو کې د ښځو پر فعاله ونډه معتقد دی او تل یې هڅه کړې چې د افغانستان ښځې چې تر هر چا زیات یې د جاري جګړې له امله رنځونه ګاللي د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د تصمیم نیولوپه بهیر کې دخیلې وي او خپل غږاوچت او نظر بیان کړي. پاى- فضل واحد