سیاست

حامدکرزي :زه زموږ په خاوره کې له نږدي هوايي ملاتړ سره ، دهغه چاپرخلاف موافقه نه لرم چې په پاى کې افغان دي .

کابل باختر دسلواغي دويمه
  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دملي اردو دهوايي ځواکونو له نږدي ملاتړ پرته په باب دسي ان ان تلويزيون دخبريال دپوښتنې په ځواب کې ، څه ډول داړودوړ په وړاندې مبارزه وکړي وويل : زه ،  زموم په خپله خاوره کې دهوايي ځواکونو له نږدي ملاتړسره ، د هغه چاپرخلاف  چې په پاى کې افغان دي ، موافقه  نه لرم کلونه کلونه کېږي چې دا زما دريځ دى .
  زه دبمباريو مخالف يم په همدي دليل دي چې له امريکايي ځواکونو څخه مې غوښتي دي چې دافغانستان له کليو  څخه ووځي اونن دغه هدف ته ورسيدو .
  دباختر اژانس دخبر له مخې جمهور رييس په دغو څرګندونو کې يوځل بيا په  بل ډول طرحه کوي چې دافغانستان کلي  دتروريستانو ځاى نه دي .
تروريستان دافغانستان په کليو کې دښوونې او روزنې ځايونه نه لري او په همدي دليل حامدکرزي دهيواد په کليو کې له هوايي ځواکونو څخه له کار اخستلو سره مخالف دي .
  نن ورځ نه يوازي افغانستان بلکې دسيمي اونړۍ هيوادونه په يقيني توګه په دې پوهيږي چې دتروريستانو ټاټوبې  افغانستان نه دي .
تروريزم افغانستان ته دځينو کړيو دناوړو هدفونو لپاره  صادر شوي دي بايد دتروريزم دصادريدو ځايونو ، ټاټوبو او دهغوى روزنيزو مرکزونو ته په هرځاى کې چې دي پاملرنه وشي په دې صورت کې په سيمه کې دتروريزم ، افراطيت او ډار اچونې پرخلاف جګړه نتيجه ورکوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته