ټولنه

حامدکرزي د ډاکترعزيزالله لودين مړينه هيواد ته يوه ضايعه وبلله

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د افغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي د ډاکترعزيزالله لودين مړينه هيواد ته يوه ضايعه وبلله او د الله (ج) له دربارڅخه يې ارواښاد ته د فردوس جنت هيله وکړه.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
حامدکرزي ډاکترعزيزالله لودين د هيواد له علمي کادرونو څخه وباله چې د مقدس جهاد په دوره کې د خپل ملت ترڅنګ ودريد.
ډاکتر عزيز الله لودين د لنډ مهالې ادارې په ټينګښت سره په مهمو دولتي پوستونوکې کار وکړ او په صداقت سره يې خپلو خلکو ته خدمت وکړ.
ارواښاد په پوهنتون کې په استادى سربېره له اداري فساد سره د مبارزې په لاره او د انتخاباتو په خپلواک کميسيون کې يې په هيوادکې د قدر وړخدمتونه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته