روغتیا

حامدکرزي د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په لاره کې د هڅو په خاطر مډال ترلاسه کړ

کابلباختر د وري ١٤

د روتریک نړیوال سازمان د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی په افغانستان کې  د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په لاره کې د غوره خدمتونو او هڅو په خاطر په مډال و ویاړل.

دغه مډال د روتریک د نړیوال سازمان  مشر کلیان بنرجي، نن له غرمې وروسته  د هېواد جمهوررئیس ته ورکړ او له هغه څخه یې قدرداني وکړه چې د افغانستان د جمهوررئیس په توګه یې د پولیو یا د ماشومانو دګوزڼ د ناروغۍ  پرخلاف کلکه مبارزه کړې او تل یې د ماشومانو په خولوکې  په خپل لاس د واکسین څاڅکي څڅولي دي.

ده، وویل: په نړۍ کې له هغو درې هېوادونو څخه چې د پولیو پیښې پکې لیدل شوي دي، یو هم افغانستان دی، او د افغانستان په ځینو مهمو جنوبي سیموکې دپولیو پیښې لیدل شوې دي.

کلیان بنرجي ټینګار وکړ چې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره دې ته اړتیا ده چې یو شمېر کسان په ځانګړې توګه میرمنې و روزل شي چې په اسانۍ سره کورونو ته لاړې شي او ماشومان واکسین کړي.

د روتریک د نړیوال سازمان مشر وویل چې دغه سازمان د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په سلا مشوره کې د هند هېواد د یو شمېر جراحانو په همکارۍ هغه افغان ماشومان چې د پولیو ناروغۍ له امله فلج شوي دي، تر درملنې لاندې نیسي.

حامدکرزي د روتریک د نړیوال سازمان له مډال څخه د مننې په ترڅ کې وویل: له پولیو سره مبارزه یوه انساني وظیفه ده، په نړۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د پولیو پرخلاف مبارزه یو له ډیرو مهمو کارونو څخه شمېرل کیږي او د افغانستان حکومت هم هڅه کړې ده چې  دغه ستره ستونزه له منځه یوسي خو له بده مرغه اوس هم د هېواد په ځینو سیموکې د پولیو یو شمېر پیښې لیدل شوي دي،  د افغانستان حکومت په جدي ډول هلې ځلې کوي چې هغه له منځه یوسي.

د یادونې وړ ده چې د روتریک نړیوال سازمان د روغتیا، پوهنې او په ټوليزه ټوګه د بشر د ژوندانه د ښه والي لپاره کار کوي او د خپلو مسوولیتونو په چوکاټ کې له پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پرخلاف مبارزه یې له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته