کابل باختر د تلي دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دکينيا د کرکټ دملي ټيم په وړاندې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب له امله چې دهغه په نتيجه کې دهيواد دکرکټ ملي ټيم د ٢٠١٥ نړيوال جام ته لاره وموندله دافغانستان دکرکټ ملي ټيم اوملت ته مبارکي وويله .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم نن دکرکټ په نړيوالو سياليو کې چې دمتحده عربي اماراتو په شارجې کې پيل شوې وې وکولاى شو د کينيا دملي ټيم په وړاندې په برياليتوب سره د ٢٠١٥ نړيوال جام سياليوته چې په آستراليا کي ترسره کيږي لاره ومومي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي وويل : چې دکرکټ دملي ټيم لوبغاړو په خپلو پرله پسې هلوځلو سره وکولاى شول د ٢٠١٥ نړيوال جام په سياليو کې دهيواد دکرکټ دملي ټيم لاره موندنه قطعي کړي .
دغه راز دهيواد جمهور رييس نن له غرمې وروسته دکرکټ بورد له مدير بشير ستانکزي سره د ټيلفوني اړيکې په ترڅ کې دهيواد دکرکټ دملي ټيم دبرياليتوب له امله ده او دافغانستان دکرکټ دملي ټيم ټولو لوبغاړو ته مبارکي وويله .
0 1 دقیقه لوستل