امنیت

حامدکرزي د هرات د ګذرې په ولسوالۍ کې تروریستي برید وغانده

 

کابل باختردوري دمياشتې ٢٢

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د هرات ولایت د ګذرې په ولسوالۍ کې  هغه تروریستي ځان مرګی برید په کلکه وغانده چې له امله یې دولس تنه ووژل شول او اته ویشت نور ټپیان شول.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوري رياست د مطبوعاتي له لارې باختر اژانس ته رسيدلى ده ويل شوى دى

د هرات د والي داوود صباح د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو، نن سهار د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ د دروازې پر وړاندې یو ځان مرګي تروریستي برید ترسره کړ چې له امله یې نهه تنه ملکي وګړي شهیدان او شاوخوا ۲۸ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د هرات د والي په وینا، په شهیدانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

حامدکرزي په دې ترڅ کې چې د تروریستانو دغه برید یې په کلکه وغانده، وې ویل: د ښځو او ماشومانو وژل هم د اسلام په مقدس دین او هم په افغاني فرهنګ کې یو ناوړه عمل او بې غیرتي ګڼل کیږي چې ترسره کوونکي به یې هیڅکله هم د خلکو له کرکې او د لوی خدای له عذاب څخه خلاص نه شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل: د افغانستان د خلکو دښمنان چې نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي، باید په دې پوه شي چې د دا ډول ناوړو عملونو په ترسره کولو به د سولې د ټینګښت او د هېواد د آبادۍ په لاره کې د افغانستان د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو په هوډ کې خلل رامنځته نه کړي، بلکې افغان ولس به د هغوی پرخلاف لا زيات یو موټی شي.

د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته