حامدکرزي د میمنې په ښار کې د تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته فاتحه ورکړه

کابل  باختردلړم دمياشتې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې  د فاریاب ولایت د میمنې ښار ته سفر وکړ او د وروستي تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته  یې فاتحه ورکړه.
باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفترد معلوماتوله مخې،
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د شهیدانو د کورنیو  د غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، میرمنو او د دغه ولایت د سلګونو اوسیدونکو په ګډون د میمنې په ښار کې جوړه شوې وه، حامدکرزي یو ځل بیا د شهیدانو کورنیو او د فاریاب خلکو ته د دغې غمجنې پیښې له امله د خپلې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګند  او هغوی ته یې فاتحه ورکړه.
د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو د کورنۍ په  څو تنو ماشومانو شفقت وکړ او یوه ماشومه نجلۍ یې په غیږ کې ونیوله، وې ویل: دا ډیره زړوره نجلې ده دا به لویه شي، درس به ووایي او د خپلو وروڼو ترڅنګ به د هېواد د آبادۍ له لارې زموږ د هېواد له دښمنانو څخه د دغو تروریستي بریدونو غچ واخلي.
یو بل ماشوم، جمهوررئیس ته په ژړغوني آواز وویل: زما د کورنۍ شپږ تنه  مشران په دغه تروریستي برید کې شهیدان شوي دي زه به څنګه خپلو ماشومو وروڼو خویندو ته ډوډۍ پیدا کړم او څنګه به خپل درس ووایم.
حامدکرزي د هغه پر سر د شفقت او مهربانۍ لاس تیر کړ او ډاډ یې ورکړ چې د ده  او د ده د وروڼو او خویندو سرپرستي به دولت په غاړه واخلي او دوی ته به د زده کړې زمینه هم برابره کړي.
حامدکرزي د فاریاب والي او نورو اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو او یتیمانو سره پر مالي مرستې سربیره دې هغوی ته سرپناه هم په پام کې ونیول شي.
د هېواد جمهوررئیس دغه تروریستي برید یو ځل بیا په کلکه وغانده ،وې ویل: هر چا چې دغه تروریستي عمل ترسره کړی دی هغه د اسلام او د افغانستان د خلکو د خوښیو او د اختر د لمانځلو دښمن دی.
ده،وویل: د سعودي عربستان ستر مفتي د عرفې په میدان کې د اسلامي نړۍ هغه دوه نیم میلونه مسلمانان چې د حج لپاره مکې معظمې ته تللي دي، مخاطب کړل، وې ویل: انتحار او ترور د اسلام پرخلاف ناوړه عملونه دي او هر څوک چې په دغو عملونو لاس پورې کوي هغوی د اسلام دښمنان دي.
په دې غونډه کې یو دیني عالم د پاکستان د استخباراتو سازمان آی اس آی افغانستان ته د ورانکارو عناصرو په رالیږلو کې ښکیل وباله، وې ویل : پاکستان د دیني عالمانو په نامه ځینې کسان افغانستان ته رالیږي چې هغوی بیا په ځان مرګو تروریستي فعالیتونو لاس پورې کوي.
په غونډه کې د فاریاب والي ډاکتر محمد الله بتاش وویل: دغه تروریستي برید د افغانستان ټولو خلکو په کلکه وغانده، او د فاریاب له خلکو سره یې په دغه غم کې ځانونه شریک کړل، چې دغه کار د دې څرګندوی دی چې افغانان یو واحد ملت دی او دوی ټول افغانستان خپل وجود ګڼي.
د فاریاب والي جمهوررئیس او ملګري هيئت ته یې د ښه راغلاست په ترڅ کې له هغه څخه مننه وکړه چې د دغې غمجنې تروریستي پیښې وروسته یې په سمدستي ډول د ټلیفون له لارې پوښتنه وکړه او بیا یې دکورنیو چارو او عامې روغتیا وزیران او د ملي امنیت لوی رئیس دغه ولایت ته را واستول چې د دوی په راتګ سره د دغه تروریستي برید ټپیان له فاریاب څخه د باندې روغتونونو ته په موقع سره  ولیږل شول.
د افغانستان د عالمانو شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف هم په دې غونډه کې په میمنه کې وروستي تروریستي برید په کلکه وغانده، وې ویل: دا په هېواد کې لومړی برید نه دی، بلکې زموږ د خلکو په ودونو، جنازو، د عاشورا په ورځ دا ډول بریدونه شوي او زموږ مسلمان هېوادوال یې شهیدان کړي دي.
کشاف وویل: موږ د حضرت عثمان له خلافت څخه را په دیخوا کلمه وایو او نورو ته مو د اسلام مقدس دین رسولی دی، بیا نو ولی دغه مکار او ډارن دښمن پر مونږ بریدونه کوي.
ده زیاته کړه: موږ دوه میلیونه ککرې د پاکستان د نجات لپاره سپر کړې او هغه مهال به دا شعارونه هم ورکول کېدل چې له افغانستان څخه دفاع د پاکستان نجات دی. کشاف څرګنده کړه افغانستان به آباد شي او زموږ دغه زلیل دښمن به لاهم پسې زلیل شي.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني او د فاریاب ولایت د ولایتي شورا ريیس  الحاج رحمت الله ترکستاني هم خبرې وکړې او د هغو مجرمینو د سختو مجازاتو غوښتنه یې وکړه چې په ورانکارو فعالیتونو لاس پورې کوي.
د دغې غونډې په پای کې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره مالي مرسته هم  وشوه.
فاریاب ته په دې سفر کې  له جمهوررئیس سره د ملي امنیت سلاکار، دکورنیو چارو او عامې روغتیا وزیرانو، د ملي امنیت لوی رئیس، د ملی دفاع وزارت لومړي مرستیال، دکورنیو چارو وزارت امنیتي معین، دجمهوررئیس سلاکار پوهاند نعمت الله شهراني، د افغانستان د عالمانو شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف، د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي او په ملي شورا کې د فاریاب ولایت ځینو استازو ملګرتیا کوله.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته