کابل –باختر دسلواغې دريمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان په جيلونو او توقیف خونوکې له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونو د رپوټ د څیړنې لپاره د حقیقت موندنې یوهيئت وګوماره.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکر:
دغه هيئت د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمیسیون د مرستیال عبدالقادر عدالتخواه په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست حقوقي سلاکاران، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام د عدلي او حقوقي چارو د بورد واکمن استازی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس غړیتوب لري، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د استازو په ګډون موظف شو چې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست په جيلونو او توقیف خونوکې د شکنجو، ناوړو چلندونو، د مرګ ګواښونو او د ناوړوجنسي استفادو د مواردو د شتون څرنګوالی چې په رپوټ کې منعکس شوی دی، په هر اړخیز ډول وڅیړي.
همدا راز هيئت موظف شوی دی چې د داسې پیښو د شتون په صورت کې دې د هغو عاملین تشخیص او د خپلوڅيړنونتيجې د راتلونکو تدبیرونو لپاره د دوه اوونیو په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
0 1 دقیقه لوستل