حامدکرزي د فنلند د پارلمان له رئیس او د پارلماني ډلو له استازو سره وکتل

کابل- باختر د ثور د مياشتې١٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه يیز وخت پرون مازیګر د فنلند هیواد د پارلمان له رئیس ایرو هینا لوما، د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیتې له رئیس تیمو سویني او د پارلماني ډلو له استازو سره د دغه هیواد د پارلمان په مقرکې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د فنلند د پانګه والو د پانګې اچونې، د ښې حکومتوالی، انتخاباتو او د ښځو د حقوقو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د فنلند د پارلمان رئیس، د دواړو هیوادونو ترمنځ پارلماني اړیکې مهمې وبللې، وې ویل : موږ چمتو یو چې د افغانستان له پارلمان سره د ظرفیت جوړونې په برخه کې همکاري وکړو.
حامدکرزي د افغانستان او فنلند د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او له یو بل سره د تجربو شریکول د دواړو هیوادونو د خلکو د نږدیوالي لپاره یو مهم ګام وباله او د دغه کار هرکلی یې وکړ.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری هيئت یې، پرون مازیګر له فنلند څخه د استونیا هیواد ته و رسید.
حامدکرزی به نن د استونیا له جمهوررئیس او د دغه هیواد له صدراعظم او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په باب به ورسره خبرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته