حامدکرزي د سعودي عربستان له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د سعودي عربستان د شاهي دولت  له سفیر منصور بن صالح سره د مخه ښې کتنه وکړه.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې شوه، د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې د منصور هڅې وستایلې او هغه ته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
حامدکرزي د دې په ترڅ کې چې سعودي عربستان یې د افغانستان ورور او دوست هېواد وباله، د الحرمین الشریفین خادم او د سعودي عربستان پادشاه او د دغه هېواد خلکو ته یې د نیکمرغۍ هیله وکړه.
ښاغلي منصور په افغانستان کې د سعودي عربستان د سفیر په توګه له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او د خپل کار په دوره کې یې د افغانستان د خلکو او حکومت د همکاریو له امله مننه وکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته