سیاست

حامدکرزي د روسيې په والګاګراد ښار کې تروريستي برید په سختو ټکو وغانده

کابل باختر  د مرغومي ٩  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامدکرزي د روسيې په والګا ګراد ښار کې هغه تروريستي برید  په سختو ټکو وغانده چې پکې ګڼ شمېر خلک وژل شوي او ټپیان شوي .
په هغي مطبوعاتي اعلاميه کي چې په دې اړوند دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر له لاري باخترآ ژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي .
د رسنيو لخوا د خپرو شويو لومړنيو رپوټونو له مخې یوه ځانمرګي د روسيې د والګا ګراد ښار د رېل ګاډي په تمځای کې ځان والوزاوه چې له امله يې شا وخوا ۱۴ تنه ووژل شول او ۳۴ تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان جمهور رئيس حامدکرزي د دې تر څنګ چې تروریزم د نړۍ په هر ځای کې د غندلو وړ وباله، ويې ویل تروریزم د سيمې د هېوادونو د ثبات لپاره یو ګډ ګواښ دی او پروړاندې يې باید جدي او ګډه مبارزه وشي.
حامدکرزي د روسيې جمهور رئيس، د دغه برید د قربانیانو کورنيو او د هغه هېواد خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته