کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣١ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د خیبر پښتونخوا په مرکز پیښورکې هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول شاوخوا ۶۰ تنه و وژل شول او له ۷۰ زیات نور ټپیان شول.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د رپوټونو له مخې، دوه ځان مرګو بریدکوونکو دغه تروریستي بریدونه نن هغه مهال د پیښور د کوهاټي ګیټ د سیمې د عیسویانو کلیسا ته څېرمه ترسره کړل چې په سلګونو عیسویان له دغې کلیسا څخه د وتلو په حال کې وو.
جمهوررئیس حامدکرزي دغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل چې د دا ډول وحشیانه بریدونو ترسره کول چې ټول قربانیان یې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي وګړي دي، له بشریت سره دښمني ده.
حامدکرزي زیاته کړه: دغه تروریستي بریدونه د دې ښکارندوی دي چې پاکستان د تروریزم له داسې ګواښ سره مخامخ دی چې باید پرخلاف یې صادقانه او جدي مبارزه وکړي.
جمهوررئیس ډاډ څرګند کړ چې افغانستان له تروریزم او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره په تمامه معنی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
حامدکرزی د دغو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای(ج) له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#
0 1 دقیقه لوستل