سیاست

حامدکرزي د ایران د انرژۍ له وزیر سره وکتل

– کابل باختر د سلواغي اتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د ایران د اسلامي جمهوریت د انرژۍ له وزیر مجید نامجو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان د انرژي او  اوبو له وزیر محمد اسماعیل سره د خپلې لیدنې په اړه حامدکرزي ته معلومات ورکړل او دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر دوام او پراختیا باندې ټینګار وکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته