حامدکرزي د استونیا له صدراعظم سره وکتل
کابل- باختر د ثور د مياشتې ١١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، په سیمه يیز وخت پرون غرمه د استونیا له صدراعظم ښاغلى اندرس آن سیپ سره ددغه هېواد د صدارت په ماڼی کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګې اچونې د ښو فرصتونو په باب خبرې وکړې.
د استونیا صدراعظم په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د خپلې همکاری ډاډ څرګند کړ، وې ویل: هېواد به یې د افغانستان د ځوانو دیپلوماتانو د روزنې په بهیر کې چې له وړاندې څخه پیل شوی، پراختیا رامنځته کړي او د کانونو د را ايستلو او د افغانستان د دولتي ادارو د ظرفیت جوړونې په برخه کې به د دغه هېواد له حکومت سره همکاري وکړي.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس، په سیمه يیز وخت پرون له غرمې وروسته د استونیا د پارلمان له ریسې سره د دغه هېواد د پارلمان په مقرکې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو، د افغانستان او استونیا ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او پارلماني اړیکو د پراختیا په باب خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی او ملګری هيئت یې په سیمه يیز وخت پرون مازیګر له استونیا څخه د ډنمارک هېواد ته ورسید.
د هېواد جمهوررئیس به د پنجشنبې په ورځ د ډنمارک له صدراعظمې سره د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو موافقه لیک لاس لیک کړي.#