حامدکرزي دهلمند ولايت دسولې دشورا په رييس معلم شاه ولي خان تروريستي بريد په کلکه وغانده .
کابل باختر د ثور يوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي هغه تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظو وغانده چې له امله يې دهلمند ولايت دسولې دشورا رييس معلم شاه ولي خان شهيد شو .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دويندوى ددفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ، ويل شوي دي .
دهلمند دوالي ددفتر دمعلوماتو له مخې ، نن سهار دهلمند ولايت دسولې دشورا رييس معلم شاه ولي خان دسپرلۍ موټر دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په يخچال سيمه کې دافغانستان دسولې او ارامي ددښمنانو له خوا په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې له امله يې دى له دوو تنو ساتوونکو سره يې شهيد او څلورتنه نور ټپيان شول .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي چې همدا اوس ددنمارک په رسمي سفر بوخت دى ددغه تروريستي بريد دغندلو په ترڅ کې وويل : دافغانستان دخلکو دښمنانو يو داسې شخصيت شهيد کړ چې په هيواد کې دسولې او تيکاو د ټينګښت په خاطر يې هلې ځلې کولې .
جمهور رييس وويل : دافغانستان دخلکو دښمنان په دغه شان ناځوانمردانه بريدونو سره په هيواد کې دسولې او ثبات دتامينولو په لاره کې ددغه هيواد دخلکو په تيره بيا دمشرانو او شخصيتونو اراده کمزوري کولى نه شي ځکه دافغانستان خلک ژمن دي چې دسولې بهير برياليتوب ته ورسيږي .
حامدکرزي دخپلې ژورې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب دشهيد معلم شاه ولي خان او ددغې پيښې دنورو شهيدانو کورنيو ته څرګندوى او ټپيانو ته دلوى خداى (ج ) له دربار څخه دبشپړې روغتياهيله کوي .