حامدکرزي دجمهوري رياست دانتخاباتو په اړوند دهيواد دخبريالانو اوکارپوهانو نظريې واوريدې

کابل  باختردلړم دمياشتې ١٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس حامدکرزي په مشري  دجمهوري  رياست  دانتخاباتو او دهيواد دراتلوونکي په باب دهيواد دسياسي ، اقتصادي  اوپوځي مسلو له کارپوهانو او خبريالانوسره مشورتي غونډه جوړه شوه.
باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې :
په دې غونډه کې چې نن غرمه په ارګ کې جوړه شوه دهيواد خبريالانو او کارپوهانو  دجمهوري رياست  دراتلوونکو انتخاباتو دښه او بريالى ترسره کولو په خاطر خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزي په دې غونډه کې په دې ترڅ کې چې د افغانستان راتلوونکي مثبت وڅيړه ويې ويل چې حکومت په هيواد کې دبيان دازادي  بشپړملاتړکوي خو دهيواد مطبوعات بايد دخلکو  دروحيې دپياوړتيا او دهيواد دملي  ګټو دساتنې په لاره کې هلې ځلې وکړي.
وروسته خبريالانو او کارپوهانو په هيواد کې دبيان ازادي بې ساري وبلله او دجمهوري رياست دانتخاباتواودباثباته،سوکاله اوپه خپلوپښو ولاړدافغانستان دراتلوونکي په باب خپلې نظريې وړاندې کړې.
په پاى کې پريکړه وشوه چې جمهوررييس دهيواد دراتلوونکي  اوپه هغه کې  درسنيو درول په  باب دخبرو په خاطر په راتلوونکي اوونۍ کې هم غونډه وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته