حامدکرزي دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړي استازي سره وکتل .

کابل- باختر د چنګاښ دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړي استازي ښاغلي جيمز دابنز سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې چې نن مازيګر په ارګ کې وشوه دواړو لورو دسولې دبهير او په قطر کې دطالبانو ددفتر په اړوند خبرې وکړې .
جمهور رييس په دې کتنه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې افغانستان دسولې دداسې بهير غوښتنه کوي چې په ټوله مانا دافغانانو په مشرۍ او مالکيت وي او دبهرنيانو دهدفونو وسيله ونه ګرځي .
حامدکرزي زياته کړه چې افغانستان دسولې داسې بهير غواړي چې دنظام او دملي يووالي دپياوړتيا او په هيواد کې دڅه دپاسه تيرې يوې لسيزې دبرياليتوبونو دساتنې سبب شي .