کابل باختر دليندي دوه ويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلې پنځلس ورځني راډيويي ويناکې د دولتي او غيردولتي خيره بنسټونو او د هيواد له خلکو څخه غوښتي دي چې بې سرپرستو اوبې وزلوماشومانو ته پاملرنه او له هغوى سره مرسته وکړي .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې، د هيوادجمهور رييس په دې ويناکې ويلي دي: په هيوادکې د وروستيو لسيزو دپيښو، مهاجرتونو، بمباريو او د تروريستي بريدونو له امله زياتې کورنۍله منځه لاړې او له هغوى څخه ماشومان پاتې دي چې اوس دهيواد په بېلابېلو ښارونوکې په بيوزلۍ اوبې سرپرستۍ کې شپې سبا کوي .
جمهور رييس څرګنده کړه چې دغه ماشومان له تعليم څخه بې برخې دي او د ښوونې او روزنې له پلوه هم له خطرونوسره مخامخ دي او حکومتي او خيريه موسسې، د ماشومانو د ملاتړ مرکز او په پاى کې ټول هيوادوال دهيواد د دغوبې سرپرستواو بې وزلو ماشومانو په وړاندې مسووليت لري .
دهيواد جمهور رييس حامدکرزي ټينګار وکړ چې دا بايد په خپل ځان لازم او ضروري وبولو او ددغو ماشومانو دژوندانه دساتنې، ملاتړ او د ښوونې او روزنې په چاروکې ونډه واخلو .
دغه راز جمهور رييس په دې ترڅ کې چې د هيواد له بې وزلو او بې سرپرستوماشومانو ملاتړ او مرستې په کارکې د بډايوکسانو، ملي سوداګرو او دشتمنو خلکو رول ګټور او ارزښتناک وباله؛ ويې ويل: که چيرې موږ دغو ستونزو ته پاملرنه ونه کړو؛ ښايي زموږ زيات شمېر بې سرپرسته ماشومانو له تعليم او زده کړې پرته لوى شي اوخداى مه کړه هغوى د ټولنې د اوږوبارشي .
دهيواد جمهور رييس په دې ويناکې دافغاني سرې مياشتې د ټولنې، خيريه موسسو او په تېره بيا دماشومانو دملاتړ له حکومتي موسسو څخه غوښتي دي چې د هيواد له بې وزلو او بې سرپرستو ماشومانو سره دملاتړ اوهمکارۍ په برخه کې خپلې هلې ځلې پراخې کړي چې دهيواد په هيڅ يوه سيمه کې کوم ماشوم بې سرپرسته، بې وزلى او له تعليم څخه لرې پاتې نه شي.
0 1 دقیقه لوستل