حامدکرزي، نواز شریف ته په انتخاباتوکې د بریالیتوب له امله مبارکي وویله

کابل_باختر د ثور دمياشتې٢٢:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي د پاکستان د مسلم لیګ ګوند له مشر نواز شریف سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې ددغه هېواد په انتخاباتوکې د هغه د بریالیتوب له امله ده، د مسلم لیګ ګوند او د پاکستان خلکو ته مبارکي وویله  او هغه یې یو څرګند بریالیتوب وباله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهوررئیس په دغه ټلیفوني اړیکه کې، د دواړو ملتونو د سوکالۍ  او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د نواز شریف انتخاباتي پیغامونه ګټور وبلل.
حامدکرزي هیله څرګنده کړه چې د نواز شریف د صدارت پرمهال، پر دې سربیره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراختیا و مومي، پاکستان له تروریزم سره د مبارزې په لاره کې له افغانستان سره جدي همکاري وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو خلک د تروریزم او افراطیت له ګواښ څخه وژغورل شي.
په مقابل کې نواز شریف د هېواد له جمهوررئیس څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د خپل انتخاباتي کمپاین له پیل څخه یې په خپلو ویناوو او انتخاباتي پیغامونوکې له افغانستان سره پر دوستۍ او همکارۍ باندې ټینګار کړی دی.
ده، پر دې سربیره چې له افغانستان سره یې د تروریزم پرخلاف د مبارزې په لاره کې د پاکستان د نوي حکومت پر همکارۍ باندې ټینګار وکړ، وې ویل چې پاکستان له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته