حامدکرزى له افغانستان څخه د بريټانوي ځواکونو د وتلو اعلام هرکلى وکړ
کابل- باختر دليندۍ ديرشمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د بريټانوي ځواکونو د وتلو هرکلى وکړ .
د بريټانيا صدراعظم ډيويډ کامرون، د چهارشنبې په ورځ اعلام وکړ: هيواد يې په پام کې لري چې د دغه هيواد څلور زره تنه ځواکونه د ٢٠١٣ميلادي کال تر پاى پورې له افغانستان څخه وباسي .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس له افغانستان څخه د بريټانوي ځواکونو د وتلو له امله د هرکلى په ترڅ کې وويل چې د افغانستان امنيتي ځواکونو د هيواد د امنيت د تامينولو او دفاع وړتيا لري او د بريټانيا دغه پريکړه افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو د سپارلو لپاره، په خپل وخت اقدام دى .