حامدکرزى د ولسي جرګې دبيلابيلو کميسيونونو له رئيسانوسره وکتل

 

کابل  باخترد   ثور دمياشتې  ٢٨ :

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي دولسي جرګې له اداري هيئت  او د بيلابيلو کميسيونونو له رييسانوسره وکتل.

دجمهوررييس د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:

 په دې کتنه کې چي نن  غرمه په ارګ کې وشوه  او د ولسي جرګې رييس عبدالروف  ابراهيمي هم پکې برخه لرله؛ دهيواد روانو حالاتو ، ملي مسئلو، دجمهوري رياست د راتلوونکو انتخاباتو او دملي شورا او حکومت ترمنځ د اړيکو په باب خبرې وشوې .

حامدکرزي  په دې ترڅ کې چې په  ټاکلى وخت کې دجمهوري رياست  د راتلوونکو انتخاباتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ ويې ويل چې د نظام او د اساسي قانون دوام دافغانستان دثبات اوخير سبب کيږي .

جمهور رييس د ولسي جرګې دکميسيونونو له رييسانوڅخه وغوښتل چې د انتخاباتو قانون او دانتخاباتو دخپلوا ک کميسيون دتشکيل او صلاحيتونو قانون دې په ډير لنډ ممکن وخت کې تصويب کړي.

دغه رازحامدکرزي له هغوى څخه وغوښتل چې د سترې محکمې يو تن غړى او د اساسي  قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دکميسيون دوو تنو غړو ته د رايې د ورکولو په اړوند چې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته معرفي شوي دي؛ ډير ژر تصميم ونيسي .

 په مقابل کې د ولسي جرګې رييس او دملي شورا  دبيلابيلو کميسيونونو رييسانو  په دې ترڅ کې چې د اساسي قانون په محترم بللو باندې ټينګار وکړ څرگنده يې کړه چې ملي شورا له خپلو اصولو سره سم له حکومت سره همکاره ده.

 ددغې کتنې په پاى کې پريکړه وشوه چې د ولسي جرګې اداري هيئت او د بېلابېلو کميسيونونو رييسان دې د هرې مياشتې په پاى کې د هيواد له  جمهور رييس سره وګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته