سیاست

حامدکرزى د ايران د بهرنيوچارو له وزير سره تيلفوني خبرې وکړې

کابل /د وږي ١٧مه /باختر
د هېواد پخوانى جمهور رييس حامدکرزى د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيوچارو له وزير حسين امير عبداللهيان سره د افغانستان په اړه تيلفوني خبرې وکړې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دې خبرو کې هغوى په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه خبرې وکړې او دواړو لورو په افغانستان کې د دايمي سولې اوثبات په تامينولو اوله ټولو ګاونديانو سره د ښو اړيکو په لازياتې پياوړتيا ټينګار وکړ.
حامد کرزى د ايران اسلامي جمهوريت د افغانستان ورور ، همژبي او لرغوني دوست وباله او په تېرو ٢٠کلونو کې د افغانستان له خلکو سره د ايران د مرستو له امله په مننې سره هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارى لازياتې پراخي شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ډاکتر امير عبداللهيان ټينګاروکړ چې ايران په افغانستان کې د روان حالت د ښه والي لپاره له دغه هېواد سره خپلې پولي او بندرونه پرانيستي ساتي.اوسوداګرۍ ته به دوام ورکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته