سیاست

حامدکرزى : د الله ( ج) له دربارڅخه هيله کوم چې نوى کال د افغانستان خلکو ته د آبادۍ، پريمانۍ او د سراسري سولې د تامينولوکال وي

کابل باختر دوري دمياشتې لومړي نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د نوى لمريزکال له را رسيدوله امله په خپله پنځلس ورځنۍ راډيويي ويناکې د الله (ج ) له دربارڅخه د افغانستان ملت ته د سراسري سولې د تامينولو، آبادۍ او پريمانۍ کال هيله وکړه.
د باخترآژانس د خبر له مخې: په دې راډيويي وينا کې جمهور رييس په دې ترڅ کې د١٣٩٣هجري لمريزکال او د نوروز د جشن د را رسيدلو له امله ټولوهيوادوالو ته مبارکي وويله؛ زياته يې کړه: خوشحاله يم چې سږ کال د نوروز نړيوال جشن د نوروز د حوزې د هيوادونو د مشرانو او استازو په ګډون په افغانستان کې ترسره کيږي.
جمهور رييس  دغه راز د نيالګيوايښودل اوکرکيله د سمسورتيا او آبادۍ نښه وبلله  زياته يې کړه: د ژوندانه د چاپيريال د ساتنې او د هيواد د سمسورتيالپاره اړتيا ده چې موږ هر يو يو يو نيالګى کيږدو.
د هيوادجمهور رييس حامدکرزي په خپله ويناکې نوى کال د هيواد د سياسي ژوندانه له پلوه هم مهم وباله او د رايې ورکولو په شرايطو له برابرو هيودوالو څخه وغوښتل چې د وري  په ١٦نيټه د رايې ورکولو مرکزونوته لاړ شي او په انتخاباتو کې په خپل ګډون سره خپل ملي پور اداکړي او د خپل نظر وړکانديدته رايه ورکړي.
جمهور رييس هيله کړې ده چې خلک د تيرو انتخاباتو په شان دا ځل هم بريالي انتخابات ولري او په هيوادکې دسولې او ثبات دټينګښت په لاره کې ټينګ ګامونه واخلي .
دغه راز د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس په خپله راډيويي ويناکې ويلي دي چې د الله (ج) له دربار څخه هيله کوم چې نوى کال د افغانستان خلکو ته د آبادۍ،  پريمانۍ او له ټولومهم د سراسري سولې د تامينولو کال وي چې زموږ خلک په سوله او امنيت کې د هيواد د آبادولو کار او زموږ ځوانان د علم، پوهې او د مهارتونوپه زده کړه لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته