سیاست

حامدکرزى : دخوشحالۍ ځاى دى چې افغانستان دزده کړې خاوند ځوانان لري .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي نن دکرنې او دکليودپرمختيا دهراړخيزې  ودې دملاتړيز پروګرام  له يوشمير کارکوونکو سره وکتل .
باختر اژانس دحامدکرزي ددفتر دمسوول له خولې خبر راکړ. په دې کتنه کې څو تنو دنوروپه استازيتوب خبرې وکړې او په تيرو ديارلسو  کلونوکې دحامدکرزي کړنو او فعاليتونو دستاينې او قدردانۍ په ترڅ کې وويل تاسې  دجګړې او ورانۍ  له اوږدو کلونو وروسته ديوه نوي افغانستان بنسټ جوړونکي ياست .
لازمه ده چې دهيواد په  دننه اوبهر کې ددې خاورې  ځوانانو ته دزده کړې دزمينې  دبرابرولو لپاره له تاسو څخه مننه او قدرداني وکړو .
هغه ځوانان چې تاسې دلته وينئ ټول هغه کسان دي چې خپلې لوړې  زړه کړې يې دليسانس او ماسترۍ تر درجو پورې  ستاسو په  دوره کې دهيواد په  دننه اوبهر کې  پاى ته رسولي دي او اوس هوډمن  دي چې په بيلابيلو کرنيزو برخوکې دګټورو او اغيزمنو پروژو  په طرحه کولو ، عملي کولو او پلي کولو سره دخپلو خلکو په خدمت کې واوسي او افغانستان له دې پلوه په خپلو پښو دريدو ته ورسوي .
وروسته حامدکرزي ددغو ځوانانو دقوي  ارادې  له امله دقدردانۍ په ترڅ کې وويل دزيات وياړ اوخوشحالۍ ځاى دى چې افغانستان نن دزده کړې خاوند ځوانان لري له شک پرته  چې  دافغانستان ترقي او پرمختګ ددې هيواددځوانانو په قوي  ارادې اوهلوځلو پورې اړه لري .
افغانستان يوکرنيز هيواد دى او په دې برخه کې پرله پسې او نه ستړې کيدونکو هڅو ته اړتياده  چې په ځان ډډې لګولو ته ورسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته