حاجي محمد محقق : ټولې جنګي چارې دبهرنيو جګړه مارانو په غاړه دي .
کابل باختر دوږي لومړي :
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسياسي نمايندګي ددفتر مرستيال بروس کولکي نن داجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره وکتل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې په هيواد او سيمه کې دروانو سياسي او امنيتي حالاتو په باب غور او خبرې وشوې
په هيواد کې امنيتي حالات او دسولې دخبرو بهير ، داجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره ديوناما دمرستيال دخبرو اصلي محور و .
داجراييه رياست مرستيال په هيواد کې اوسني جګړه دافغانستان دامنيتي ځواکونو په وړاندې دبهرنيو تروريستانوجګړه وبلله او زياته يې کړه چې په دغو جګړو کې ټولې جنګي چارې دبهرنيو جګړه مارانو په غاړه دي او له کورنيو ځواکونو څخه دوسيلې په توګه کار اخلي .