ټولنه

حاجيان په مدينه منوره کې د امکاناتو او اسانتياوو د برابرولو له امله خوشحاله دي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
افغان حاجيان په مدينه منوره کې د استوګنې د روغتيايي او مناسبو امکاناتو څخه برخمن دي.
دغه زيارت کوونکي سره له دې چې په مدينه منوره کې د دوى لپاره د امکاناتو او خدمتونو د برابرولو له امله خوښ دي؛ خو يو شمېر يې د ښوونکو او لاروښوونکو کمښت يوه ستونزه بولي.
په مدينه منوره کې يوه زيارت کوونکي محراب الدين د باختر آژانس استول شوي خبريال سيدحبيب سادات ته وويل چې څو کاله مخکې هم د حج د ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته راغلى و؛ په هغه وخت کې زيارت کوونکي د دې ترڅنګ چې د استوګنې د ځاى له ستونزې سره مخامخ وو؛ د اوبوکمښت او د روغتيايي او ترانسپورتي خدمتونو نشتوالي هغې ستونزې وې چې دوى ورسره مخامخ وو.
ده څرګنده کړه چې اوس ډيرې ښې ودانۍ چې د سړولو په زياتو امکاناتو، عصري تشنابونو او د لفت په سيستم سره سمبالې دي چې په مدينه منوره کې د حضرت محمد (ص) حرم ته څېرمه افغان زيارت کوونکو ته د استوګنې لپاره برابرې شوې دي.
د هرات اوسيدونکى خيرمحمد وايي: خوشحال دى چې د پنځو وختو لمونځونو آذان د حرم شريف له جومات څخه په خپل اتاق کې آوري او دى کولاى شي په لنډ وخت کې د اسلام په دغه مقدس مکان کې خپله پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره ادا کړي .
بل افغان زيارت کوونکى سيدمطيع الله هم افغان حاجيانو ته د تيروکلونو په نسبت د زياتو آسانتياوو د برابرولو له امله خوښي څرګندوي، خو د ښوونکو او لارښوونکو کمښت د يوشمېر زيارت کوونکو يواځنۍ ستونزه بولي او د افغان حج له مسوولينو څخه غوښتنه کوي چې دغه ستونزه حل کړي. په مدينه منوره کې د افغان حاجيانو د بعثه رييس طالب شاه معصومي افغان حاجيانو ته د ښوونکو او لارښوونکو کمښت تاييدوي او وايي: تر اوسه پورې ښوونکي مدينې منورې ته نه دي ليږدول شوي او په نږدې راتلوونکي کې دغه ستونزه لرې کيږي.
معصومي وويل: اوس هرې پنځوس کسيزې ډلې افغان حاجيانو ته يو ښوونکى ګومارل شوى دى چې د مراسمو په بهير او د مدينې منورې ښار مقدسو او تاريخي ځايونو ته د ليږدونې په بهيرکې له هغوى سره مرسته وکړي.
ده ټينګار وکړ: له هر فرصت څخه استفاده کيږي چې د حضرت نبوي (ص) د جومات په انګړ او هم په هغو ودانيوکې چې زيارت کوونکي ځاى پرځاى دي؛ د حج د مراسمو په باب دوى ته معلومات ورکړل شي، تر څو هر افغان زيارت کوونکى وکولاى شي د فرضي حج مراسم په سم ډول پرځاى کړي .
تراوسه پورې څه دپاسه ٦ زره زيارت کوونکي د فرضي حج د ادا کولو په مقصد مدينې منورې ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته