خبرونهروغتیا

جوزجان کې یو معیاري روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر 

د عامې روغتیا وزارت د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د یوه معاري روغتون د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد روغتیايي مرکز د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه د عامې روغتیا وزرات له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه روغتیايي مرکز په مرسته به د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

هېره دې نه وي، چې د عامې روغتیا وزارت تر دې وړاندې د هېواد ټولو سیمو ته د معاري روغتیايي خدمتونو د رسولو ډاډ ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته