کابل، د وږی ۵ مه، باختر
د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان کې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولوي سید حفیظ الله معتصم باالله د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د مرکز شبرغان په اسلام جوی سیمه کې د همکار خیریه موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه ۸۸۰ زره افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد ښوونځی به ۶ درسي او ۲ اداري خونې، ۳۴۰ متره احاطوي دېوال، د پاکو اوبو څاه ولري.
باید وویل شي چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
3 1 دقیقه لوستل