خبرونهټولنهروغتیا

جوزجان کې څه باندې ١٣ ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

کابل د وږي ٧ مه، باختر
د جوزجان د خوړو او درملو آمریت مسوولینو په دغه ولایت کې د څه باندې ١٣ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوارکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د خوړو او درملو آمر قاري عبدالغني صمیم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د روان کال په تېرو څو میاشتو کې یې څه باندې ١٣ ټنه، ٢٤٤٥ قلمه ډول ډول بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له هټیو او درملتونونو څخه راټول او نن یې د سیمه ییزو مسولینو په شتون کې وسوځول شول.
صميم له هټیوالو او درملتونو له خاوندانو څخه وغوښتل چې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د خوړو او درملو آمریت له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او له هغوی څخه غواړي چې په یاده برخه کې خپل نظارت دوامداره وساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته