جوزجان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د لېندۍ ۸مه، باختر
د جوزجان ولایت په مردیان او منګجک ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۵ ذخیرو په جوړېدو سره د سیمې ۷۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د جوزجان والي قاري حیدر شفق باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په مردیان او منګجک ولسوالیو په آق میدان، سلطان اریغ ، قضان نارو ، فتح آباد و چلیک یاز خانه سیمو کې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۵ ذخیرو په جوړېدو سره د سیمې ۷۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د یادو ذخیرو په جوړېدو خوښي ښودلې، چې د یادو ذخیرو په جوړېدو سره به یې څښاک اوبو ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته