خبرونهاقتصادټولنه

جوزجان کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د رېګرېشن یوه کارخونه پرانیستل شوه

کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر

د جوزجان ځایي مسوولینو د دغه ولایت په مرکز شبرغان کې د ۴۰۰ زره ډالرو په لګښت د رېګرېشن یوې تولیدي کارخونې د پرانیستې خبر ورکړی دی.

د یادې کارخونې مسوول مهران کفایت د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د مرکز شبرغان اړوند په سه شنبه کلي کې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د رېګرېشن یوه کارخونه یې پرانیستې، چې په کې ۵۰ تنو ته د کار زمینه هم  برابره شوې ده.

هېره دې نه وي چې د رېګرېشن دغه کارخونه په ورځ کې د ۲۰۰ متر مکعب جغل د تولید وړتیا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته
WP RSS Plugin on WordPress