خبرونهاقتصادTOP

جوزجان کې د څه باندې یو ملیارد افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

کابل وږي ۱۹مه، باختر

د ټولګټو وزارت په جوزجان ولایت کې د ۱.۴ ملیارده افغانیو په لګښت د ۵۱ کیلو متره سړک د جوړولو خبر ورکړی دی.

‏د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د جوزجان ولایت د قوشتیپې – درزآب سړک د اساسي رغونې چارې، په درېیو لاټونو کې د درېیو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده افغانیو په لګښت قرارداد شوي، چې رغنیزې چارې یې نن پیل شوې.

‏حق شناس زیاته کړې، چې دغه سړک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان له قوش تېپې ولسوالۍ څخه پیل او د دغه ولايت تر درزآب ولسوالۍ پورې رسېږي، چې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دېوالونو او د سړک د څنډو د لښتیو (ویالو) د رغونې کار هم په کې شامل دی.

ورته مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښ دي، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به یې د تګ را تګ ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته