خبرونهښوونه او روزنه

جوزجان کې د نږدې ٢٤ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته  ودانۍ جوړه شوه

کابل، د وږي ۲۶ مه، باختر

د جوزجان ولایت سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د نږدې ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. 

د باختر اژنس د خبر له مخې؛ د جوزجان ولايت د فيض آباد ولسوالۍ په كشکک کلي کې د یونیسیار دفتر له لوري د ۲۳ میلیونه، ۹۴۵ زره ۳۸۸ افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ورته مهال د یاد ښوونځي د پرانیستلو په مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد وویل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ښوونځيو او پراختیايي پروژو د پلي کولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نوموړي وويل چې دغه ودانۍ ٨ درسي ټولګي، یو کمپیوټرلب، یو لابراتوار، ۴ اداري خونې، ۷ تشنابونه، ۴۵۰ متره احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سيسټم، شنه ساحه، د ١٠ زره لېټرو په وړتیا د اوبو ذخیره، د زده کوونکو لپاره د لوبو ميدان او نور اړوند اسانتیاوې لري.

د کشکک کلي يو شمېر اوسېدونکي د دغه ښوونځي په جوړېدو د اسلامي امارت او همکارو بنسټونو څخه د مننې په ترڅ کې وايي، تر دې وړاندې يې ماشومان تر خيمو او يا هم په کرايي کورونو کې زده کړې کولې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته